CRI Online

هند به افغان ځواکونه وروزي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 17:03:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د هند خبري رسنيو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې له هند څخه د افغانستان د اجرايه رئيس عبدالله عبدالله د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو حکومتونو د هند له خوا د افغان ځواکونو د روزنې په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې.

د خبر له مخې،عبدالله د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو موافقه وکړه چې د افغانستان او سيمه ييزو امنيتي حالاتو په اړه به نژدې همغږي او همکاري وکړي.ناريندرا مودي وويل چې هند به په پر له پسې توګه د افغانستان د سوله ييز بهير ملاتړ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای