CRI Online

د پاکستان د کورنيو چارو وزير:چين نړۍ ته د پرمختګ تازه نظريې برابرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 17:24:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د شمېرنې ادارې د سپتمبر په ۶مه نېټه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د چين د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرس له غونډې راهيسې د چين اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي چې مجموعي ملي ځواک او په نړۍ کې يې اغېزه ورځ په ورځ لوړېږي.

په وروستيو ورځو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير او د پلان او پرمختګ وزير احسان اقبال د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل چې چين نړۍ ته د پرمختګ لپاره تازه نظريې برابرې کړې دي.هغه وويل چې په تېرو ۵ کلونو کې د چين پرمختګ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي په تېره بيا د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای