CRI Online

د چين ځواکونو په م م کې د چمتو شوو سوله ساتوځواکونو د ثبت کارونه بشپړ کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 17:50:40

د چين د دفاع وزارت وياند وو چيان د سپتمبر په اته ويشتمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين ځواکونو د روانې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په م م کې د اتو زرو سرتيرو په پيمانه د سوله ساتو ځواکونو د ثبت کارونه تر سره کړل. هغه وويل، چې د سوله ساتو ځواکونو جوړونه يوه نښه ده چې چين نور زيات نړيوال مسئوليت پر غاړه لري او د يو لوي هېواد دندې پلې کوي. نوموړي معلومات ورکړل چې دغه ځواکونه د جي شل ډوله په جنګي الوتکو سمبال دي.

د دوه زره پنځلسم کال په سپتمبر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د م م د سوله ساتنې په سرمشريزه غونډه کې اعلان وکړ چې چين به د م م د سوله ساتنې په نوي نظام کې ګډون وکړي، لومړی به د سوله ساتونکو ځواکونو د پوليسو رتبه ډلې جوړې کړي او د اته زرو سرتيرو په پيمانه به سوله ساتي ځواکونه جوړ کړي. د چين د دفاع وزارت وياد وو چيان وويل، چې په م م کې د يادو پوځونو د ثبت کارونه د سپتمبر په دوه ويشتمه نېټه بشپړ شوي دي.

وو چيان وويل، چې د چين لخوا چمتو شوي سوله ساتي ځواکونه په عمده توګه د کنډک او غونډ په کچه جوړ شوي، د تياري دندې تر څنګ د پوځي چمتوالي روزنې او په ناورينونو کې د زيانونو د مخنيوي او ژغورنې کارونه هم پر غاړه لري.

(( د چين په چمتو شوو سوله ساتو ځواکونو کې د لسو ډولو مسلکي ځواکونو اته ويشت ډلې شاملې دي. دغه پوځونه به د م م د روزنيزو معيارونو سره سم روزنې تر سره کړي، او د م م د بلنې سره سم به په بهر کې سوله ساتي دندې پلې کړي.))

دوه زره پنځلسم کال کې د م م د سوله ساتنې په سرمشريزه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سوله ساتنې په برخه کې پر بنسټيزو اصولو د ټينګار، د عملياتو سيستم د بشپړوالي، د چټکي غبرګون د لوړوالي او له افريقا سره د مرستو د پياوړتيا په شمول څلور فقره ييز وړانديز وکړ او د سوله ساتونکو عملياتو په اړه يې شپږ ژمنې وکړې، مثلا چين به فکر وکړي چې د م م د غوښتنې سره سم په سوله ساتونکو عملياتو کې د پروژې، ټرانسپورت او طبي چارو لپاره لا زيات کسان وليږي، چين به له افريقايي ټولنې سره د سل مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت وړيا پوځي مرستې وکړي، تر څو د افريقا د دايمي ربته پوځونو او د بحران پرضد د چټکې مقابلې ځواکونو د جوړونې ملاتړ وکړي. وو چيان وويل، چې اوس بېلا بېل پلانونه په سالمه توګه روان دي.

(( چين د اته زرو تنو په پيمانه د سوله ساتو ځواکونو د چمتوالي د ثبت کارونه تر سره کړي دي او د دندو د سمدلاسه پيل توان به ټينګ کړي. د سوله ساتو ځواکونو ډلې جوړې کړي. د ټاکلي پلان سره سم مو د بېلا بېلو هېوادونو لپاره سوله ساتونکي روزلي او د مينونو د شنډولو مرستندويه پروژې پيل کړې دي. د سوډان په دارفور کې د م م سوله ساتونکو عملياتو ته مو د چورلکو ډله ليږلې. په چمتو شويو ځواکونو کې مو د پروژې، ټرانسپورت او طبي چارو ځواکونه ترتيب کړي. موږ له افريقايي ټولنې سره د وړيا پوځي مرستو د پلي کولو پلان په اړه د سلامشورو په حال کې او له م م سره د چين او م م ترمنځ د سولې او پرمختګ صندوق د ادارې په اړه د بحث په حال کې يو.))

وو چيان وويل، چې د چمتو شويو سوله ساتو ځواکونو جوړونه د چين له خوا د م م او د م م تر مشرۍ د سوله ساتونکو عملياتو د ملاتړ ګام دی، دا د يو لوي هېواد په توګه د چين پر غاړه د لا زياتو نړيوالو مسئوليتونو نښه ده، چې د نړيوالې سولې او سيمه ييز ثبات د ساتلو لپاره مثبت رول لوبوي.

((چين د نړيوالې سولې ټينګ ساتونکی او د م م د سوله ساتونکو عملياتو ټينګ ملاتړ کوونکی دی. له تېرو څو کلونو راهيسې، چين له شپږ دېرش زرو نه زيات سوله ساتي پوځيان ليږلي چې ديارلسو سرتيرو د سوله ساتنې لپاره ځانونه قربان کړي دي. چين له خوا د ليږل شويو سرتيرو شمېر د م م د نورو دايمي غړو په نسبت زيات دی او چين د م م د سوله ساتونکو عملياتو عمده پانګه ورکوونکی دی. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای