CRI Online

د چين د کمونېست ګوند په ۱۹م ملي کانګرس کې د ګډون کوونکو استازو لېست خپور شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-29 19:49:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د لارښوونې سره سم، د دغه ګوند د ۱۹م ملي کانګرس لپاره د ګډون کوونکو استازو رايګري پای ته رسېدلې ده چې له مخې يې ۲۲۸۷ تنه استازي انتخاب شوي دي.

دا استازي د چين د کمونېست ګوند د منشور او د مرکزي کميټې د لارښوونې له مخې د اقتصاد، ساينس او تخنيک، ملي دفاع، سياست او قانون، تعليم او ښوونې، اطلاعاتي چارو، کولتور، طب، سپورټ او اجتماعي ادارې په شمول د ټولنې له بېلا بېلو ساحو څخه انتخاب شوي دي. ټول استازي ښه افکاري او سياسي کيفيت، ښه اخلاق او فکري سبک او قوی کاري توان لري، دوی په کارونو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او د چين د کمونېست ګوند غوره غړي دي.

په دغه کانګرس کې د ټولو استازو غړيتوب به د څيړونکې کميټې له تائيدولو نه وروسته رسمي شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای