CRI Online

د چين خارجه وزارت: امريکا بايد د کوريا ټاپووزمې په مسئله کې خپلې کړې ژمنې په واقعي عملياتو بدلې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-30 09:44:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د سپتمبر په ۲۹مه نيټه د کوريا ټاپووزمې مسئلې په اړه پوښتنو ته په ځواب کې څرګنده کړه: چين د امريکا ستاينه کوي چې څو څو ځله خپلې کړې ژمنې تکرار کړې، خو هيله لري چې امريکا داسې ژمنې په واقعي توګه بدلې کړي او شمالي کوريا له امريکا سره په يو ګډ لوري ګامونه پورته کړي.

يو خبريال پوښتنه وکړه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سوسن ترونتون د روانې مياشتې په ۲۸مه نيټه د سنا مجلس په يوه ناسته کې څرګنده کړه چې پر شمالي کوريا د امريکا لخوا د فشار اچولو موخه د خبرو اترو ميز ته د دغه هېواد راوړل دي. د دې تر څنګ د شمالي کوريا په وړاندې د امريکا تګلاره ډېره روښانه ده چې د اوسني قدرت رانسکورول، په دغه ټاپووزمه کې د يو واحد هېواد جوړول، د اوربند کرښې شمالي خوا ته د ځواکونو لېږدول او د شمالي کوريا خلکو ته درد او غم نه غواړي. نو چين په دې اړه څنګه نظر لري؟

وياند لو کانګ په ځواب کې وويل چې چين د مېرمن سوسن يادې څرګندونې ته پاملرنه کړې ده. په دې وروستيو کې اړوندو خواوو د خبرو اترو له لارې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې د حل په اړه مثبتې نښې څرګندې کړې، موږ د دغو عملياتو هڅونه کوو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای