د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې صدر اعظم بينلي يلديريم د سپتمبر په ۲۹مه نيټه اعلان وکړ چې پر ځايي وخت د همدې ورځې له غرمې وروسته له ۶ بجو څخه د عراق د کوردانو دووښارونو يعنی عربيل او سلمانياح ته يې د تګ دوه الوتنې بندې کړي.
صدر اعظم يلديريم څرګنده کړه چې دغه پرېکړه د عراق مرکزي حکومت تر ادارې لاندې د ملکي هوايي ارګان له غوښتنې سره سمه کړې وه. هغه زياته کړه چې ترکيه ښايي د شخصي الوتکو په لېږلو سره په يادو دوو ښارونو کې د ترکانو له وتلو سره مرسته وکړي. ترکيه به هم د کوردانو له ټولپوښتنې سره د مخالفت لپاره اړوند تدبيرونه ونيسي.
د ايران په شمول د سيمې نورو هېوادونو همداشان تدبيرونه هم نيولي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |