CRI Online

بېجينګ ښار پر نوي تاريخي پيل د ښاري ابادۍ نوی پلان تر سره کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-09-30 11:02:55

د چين د پلازمېنې په توګه بېجينګ ښار څنګه پرمختګ کوي؟ بايد پر کوم ډول پرمختيايي لوری ترقي وموندل شي؟ د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له بېجينګ ښار څخه د ليدنې کتنې پر وخت غوښتنه وکړه چې بېجينګ ښار بايد د ښاري پرمختګ خپله ستراتيژي روښانه کړي او د هېواد د سياسي مرکز، کلتوري مرکز، د نړيوال تګ راتګ مرکز او تخنيکي او نوښتي مرکز په توګه مهم رول ولوبوي. تر اوسه پورې ۳ کاله تېر شوي دي، نو په بېجينګ ښار کې څنګه بدلونونه راغلي دي؟

جونګ ګوان څون په بېجينګ ښار کې د تخنيک او نوښت په برخه کې يوه مشهوره سيمه ده چې په دغه سيمه کې زيات شمېر ځواکمنې تخنيکي تصدۍ جوړې شوې دي. د روان کال په سر کې د cloudminds په نامه شرکت له نورو ۳۴ شرکتونو سره يو ځای د دغې سيمې د لومړۍ ډلې پرمختللي تخنيکي شرکتونه ګرځېدلي دي. د cloudminds شرکت مسؤل ښاغلي وانګ بينګ څرګنده کړه چې دغه شرکت د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د ړاندو کسانو د لارښوونې لپاره اوسپنيزې خولۍ اختراع کړی. هر کس چې پر سر يې دغه ډول اوسپينزه خولۍ وي، نو له خنډونو سره د ټکر وهلو مخنيوی يې کولای شي. هغه داسې وويل:

( لومړی اواز)

موږ کولای شو چې لا زيات خدمتي روبرټونه زموږ په اړونده شبکه کې شامل کړو څو چې داسې روبرټونه انسانانو ته رنګا رنګ خدمتونه برابر کړي.

له دې وروستيو څو کلونو راهيسې په جونګ ګوان څون سيمه کې همدارنګه زيات نوي تخنيک لرونکي توليدات او شرکتونه پيدا شوي او د نويو تخنيکونو په اړه ۲۲۹ دولتي معیارونه ټاکل شوي دي.

بېجينګ مرستيال ښاروال ښاغلي سوی جن جيانګ څرګنده کړه چې جونګ ګوان څون سيمه د نوښت او تخنيک مخکښ په توګه د بېجينګ ښار د تخنيکي سويې د لوړوالي لارښوونه کوي.

( دوهم اواز)

موږ اوس په رنګا رنګ توليداتو کې د يادو تخنيکونو بدلون له لارې د برابرونې له اړخ اصلاحات پرمخبيايو. نن ورځ بېجينګ ښاروالي د هېواد د تخنيکي او نوښتي مرکز په جوړولو بوخته ده.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې بېجينګ ښار کې د تخنيکي څېړنې په اړه ټول ۱۵ مليارډه يوانه لګول شوي دي. دغه شمېر د دغه ښار د عمومي توليدي ارزښت په سلو کې کابو ۶ برخه نيسي چې په چين کې يې لومړی ځای نيولی او د پرمختللو هېوادونو له منځنۍ سويې نه ډېر زيات و.

تخنيکونه پرمختګ پرمخ بيايي او کلتور د پرمختګ بنسټ ږدي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي چې تاريخي کلتورونه د ښار روح دی، موږ بايد د خپل ځان په شان په ښارونو کې ټول تاريخي او کلتوري اثار وساتو. له تېرو ۵ کلونو راهيسې تر يو لړ بيا ابادۍ او اصلاحاتو وروسته د بېجينګ ښار ځانګړي او تاريخي کلتورونه اوس په نوې بڼه ښودل شوي دي.

د دا شه لان په نامه نری لار په بېجينګ ښار کې ډېر مشهور تاريخي ځای دی چې په شاوخوا کې يې زيات لرغوني بانکونه او د نامتو تاريخي شخصيتونو کورونه ليدل کېږي. له وروستيو کلونو راهيسې د دغې ۱۱۵۰ مترو تاريخي نری لارې په اوږدو کې زيات ناقانونه او نوي ودانۍ لېرې شوي او پخوانۍ بڼه يې بيا اباده شوې ده. ښاغلي ځوه يو ګانګ د دغې لارې د بيا ابادۍ عمومي ډيزاينر دی. هغه داسې معلومات ورکړل چې موږ د ډيزاين کولو په بهير کې يوازې دا نه غواړو چې پخوانۍ او تاريخي بڼه اعاده کړو، بلکې د ودانيو عصري رولونه هم نظر کې نيسو.

د بېجينګ ښار د عمومي پرمختيايي پلان له مخې تر ۲۰۵۰ کال پورې به بېجينګ ښار د خلکو د ژوند لپاره په نړۍ کې تر ټولو ښه او مناسب ځای وګرځي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای