د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپتمبر د ٣٠مې نېټې په سهار د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د چين د ملي اتلو د يادونې ورځې په وياړ د ملي اتلانو د يادګار څلي ته د ګلانو ګېډيو د وړاندې کولو مراسم تر سره شول. د شي جين پينګ، لي که چيانګ، جانګ ده جيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په شمول د چين د کمونېست ګوند او هېواد مشرانو او د بېجينګ د بېلا بېلو برخو استازو په دې مراسمو کې ګډون وکړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |