CRI Online

د عراق حکومت په کردستان کې هوايي الوتنې بندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-09-30 15:46:50

د عراق خبري رسنيو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د عراق حکومت له خوا خپور شوی په کردستان کې د هوايي الوتنو بنديز د همدې ورځې په اتسلو بجو په رسمي توګه نافذ شوی.

د کردستان د نړيوال هوايي ډګر يو کارکوونکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې په دې هوايي ډګر کې نړيوالې الوتنې بندې شوې دي، ي،يوازې پلازمينې بغداد ته د تګ راتګ کورنې هوايي کرښه روانه ده. د نوموړي په قول د کردستان په يو بل نړيوال هوايي ډګر کې نړيوالې الوتنې هم بندې شوې دي.

کردستان د سپتمبر په ۲۵ممه نېټه د عراق د مرکزي حکومت او نورو خواوو له مخالفت سره سم د خپلواکۍ د ټولپوښتنې پر ارادې ټينګار کوي. د يو مهم مقابل تدبير په توګه، د عراق حکومت د سپتمبر په ۲۶مه نېټه له کردستان څخه غوښتنه وکړه چې په دريو ورځو کې د کردستان د هوايي ډګرونو اداري حق مرکزي حکومت ته وسپاري، که نه، کردستان ته به د تګ راتګ پر نړيوالو الوتنو بنديز ولګول شي. بر سيره پر دې مرکزي حکومت له کردستان څخه د ټولو ځمکنيو سرحدي بندرونو د ادارې او کنترول حق هم وغوښت.

کردستان د سپتمبر په ۲۹مه نېټه له خبري رسنيو سره مرکه کې يادې غوښتنې رد کړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای