CRI Online

پاکستان: هند په کشمير کې پر پاکستان توپونه وويشتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-30 18:35:16

پاکستاني خبري رسنيو د سپتمبر په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې د هند ځواکونو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په کشمير کې د پاکستان پر خوا توپونه وويشتل چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه ټپيان دي.

په خبر کې د پاکستان د دری ګونو ځواکونو مطبوعاتي ادارې په اعلاميه کې راغلي چې هندي ځواکونو د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د کشمير د کنترول کرښې ته نژدې د پاکستان پر خوا توپونه وويشتل چې له امله يې ۲ تنه وژل شوي او يو تن ټپي شوی. د پاکستان يوه ګزموي ډله د ټپي وګړي د ليږدولو په ترڅ کې د توپونو له بريد سره مخامخ شوه چې له امله يې يو سرتيری وژل شوی او ۳ عسکر ټپيان دي.

په اعلاميه کې ياده شوې چې پاکستاني ځواکونو مقابل بريد وکړه او هندي ځواکونو ته يې مرګژوبله رسولې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای