CRI Online

شي جين پينګ د امريکا د بهرنيو چارو له وزير تيلرسون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-30 19:44:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د چين د خلکو په لوي تالار کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيلرسون سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د ثابت پرمختګ په حال کې دي. له ولسمشر ټرامپ سره مې ښه تګ راتګ ساتلی دی. دواړه کاري ډلې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو عمومي لوری وساتي، متقابل درناوی دې وکړي، د ګډو ګټو همکارۍ ته دې پاملرنه وکړي او توپيرونه دې په ښه توګه حل کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په سالمه او دايمي توګه ټينګې شي. چين د روان کال په نومبر کې چين ته د امريکايي ولسمشر ټرمپ سفر ته په درنه سترګه ګوري. سترګې په لار کې يم چې له هغه سره د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي لپاره پلان ترتيب او هڅې وکړي.

شي جين بينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او امريکا يو لومړی لوی پرمختيايي هېواد او يو لومړی لوی پرمختللی هېواد دی او د نړۍ دوه مخکښ اقتصادي ځواکونه دي، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو همکاري د دواړو هېوادونو د خلکو او د نړيوالو لپاره ګټور دي. د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې بايد مناسب لوری وساتل شي، ګډې ګټې د توپيرونو په نسبت زياتې دي، همکاري د دواړو خواوو يوازېنی مناسب غوره والی دی.

تيلرسون شي جين پينګ ته د ولسمشر ټرمپ سلامونه څرګند کړل او و يې ويل، چې امريکا له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې له چين سره متقابل اعتماد او تګ راتګ پياوړی کړي او په بېلا بېلو ساحو کې واقعي همکارۍ ژورې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای