CRI Online

يانګ جيه چه د امريکا له خارجه وزير تيلرسون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-09-30 20:30:13

د چين د دولتي شورا غړي يانګ جيه چه د سپتمبر په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا له خارجه وزير ريکس تيلرسون سره وکتل.

يانګ جيه چه وويل، چې اوس د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو تمايل ښه دی. د چين د دولت رئيس شي جين بينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره نژدې تګ راتګ ساتلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کې د ستراتيژيکې لارښوونې رول لوبولی. چين او امريکا دواړه په دې نظر دي چې د دوه اړخيزو اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو او ګردې نړۍ لپاره مهم ارزښت لري. چين هيله لري چې له امريکا سره د دواوړو مشرانو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې پلې کړي، متقابل درناوی وکړي، همکاري پياوړې کړي او توپيرونه کنترول کړي.

دواوړو خواوو هم د کوريا ټاپووزمې د حالاتو او نورو مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای