د سپتمبر میاشتې په ۳۰ نیټه د چین د ولسي جمهوریت د جوړیدو د ۶۸ مې کالیزې په مناسبت د دولتي شورا له خوا مېلمستیا په ولسي تالار کې جوړه شوه. شي جین پینګ، لي که چیانګ، جانګ ده جیانګ، یو جنګ شنګ، لیو یون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په ګډون د ګوند او هیواد مشرانو او څه دپاسه ۱۲۰۰ چیني او بهرنیو مېلمنو په کې ګډون درلود.
د دولتي شورا صدراعظم لي که چیانګ وینا وکړه او ویې ویل چې هغه د ګوند د مرکزي کمیټې او دولتي شورا په استازیتوب ټولو وطنوالو ته د اختر مبارکي وایي، د هانګ کانګ او مکاو او تایوان وطنوالو او په بهر کې اوسیدونکو چیناییانو ته سلامونه وایي او له هغو بهرنیو دوستانو نه چې د چین د عصري کیدو له ابادۍ نه ملاتړ کوي، د زړه له کومې مننه هم څرګندوي.
د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو دایمي غړي او د صدراعظم مرستیال جانګ ګاو لي د دغې مېلمستیا مشري وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |