CRI Online

وانګ یي له ریکس تیلرسون سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-01 16:26:29
وانګ یي له ریکس تیلرسون سره خبرې اترې وکړې

د چین خارجه وزیر وانګ یي د سپتمبر میاشتې په ۳۰ نیټه په بیجینګ کې له خپل امریکایي سیال ریکس تیلرسون سره خبرې اترې وکړې.

وانګ یي وویل چې د ولسمشرانو شي جین پینګ او ترمپ د ستراتیژۍ په رڼا کې د چین او امریکا اړیکو مثبت پرمختګ کړی دی او د نوي پرمختګ له فرصت سره هم مخامخ دي. دواړه خواوې باید چمتو وي چې د رئیس شي جین پینګ په بلنه چین ته د ولسمشر ترامپ رسمي سفر بریالی شي چې د دواړو هیوادونو اړیکو ته نوی ځواکونه ورکړي. تیلرسون وویل چې د ولسمشر په توګه د ترامپ له ټاکنې وروسته د امریکا او چین اړیکو ستر پرمختګ کړی دی. امریکا له چین سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چین سره مختلفې همکاري وکړي.

دواړه خواوو د کوریا ټاپووزمې د اوضاعو او د افغانستان مسئلې په اړه هم د نظریو تبادله وکړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای