د لیبیا طبي څانګې د سپتمبر میاشتې په ۲۹ نیټه خبر ورکړ چې د دغه هیواد په لویدیځ سبراتا ښار کې نښتې ۲ اوونۍ دوام کړی دی چې په نتیجه کې یې ۲۶ تنه وژل او ۱۷۰ تنه ټپیان شوي دي. محلي اوسیدونکو وویل چې اوس لویه جګړه ختمه شوې خو کله کله د ډزو غږ پورته کیږي.
د سپتمبر د ۱۷ نیټې په سهاروختي د یاد ښار د پوځي کمیټې یو موټر د داعش پرضد جنګي ځواکونو تر کنترول لاندی د تلاشۍ له پوستې څخه تیریده خو کله چې موټر تلاشي ونه منله ، دواړو خواوو سره نښته وکړه.
ویل کیږي چې په ۲۰۱۱ کال کې د قزافي له سقوط وروسته لیبیا د پرله پسي شخړو په حال کې پاتی ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |