CRI Online

دریو هیوادونو د عراق پر کردي سیمه فشار اچولي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-01 17:17:37
دریو هیوادونو د عراق پر کردي سیمه فشار اچولي

د عراق کردي سیمې د سپتمبر میاشتې په ۲۵ نیټه د خپلواکۍ ریفرندوم ترسره کړ چې ۹۲ سلنه خلک له خپلواکۍ څخه ملاتړ کوي. په وروستیو ورځو کې د عراق مرکزي حکومت ترکیې او ایران سخت غبرګون وښود مثلاً نړیوالې الوتکې بندې شوې، ګډ پوځي عملیات ترسره شول او د نفتو معامله لغوه شوې ده چې پر کردي سیمه یې فشارونه اچولي دي.

د عراق کردي سیمه د وچې په دننه کې پرته ده او د نفتو صاردات د دوي عمده اقتصادي منابع دي. د ترکیې او ایران بندیزونه به د کردي سیمې پر اقتصادي او مالي حالاتو اغېزه وکړي او د دوي د خپلواکۍ د هلو ځلو پر مخ به خنډونه هم واچوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای