د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د الجزاير دفاع وزارت د اکتوبر په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد ځواکونو په همدې ورځ په ختيځ بيجايا ولايت کې ۵ ترهګر ووژل.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د الجزاير ځواکونو يوې ګزموي ډلې په همدې ورځ د بيجايا ولايت په غرنۍ سيمه کې په پوځي عملياتو کې ۵ ترهګر وژلي او يو شمېر وسلې يې تر لاسه کړې دي.
د خبر له مخې،د الجزايري ځواکونو ياد پوځي عمليات د تېر سپتمبر په پای کې پيل شوي چې تر اوسه دوام لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |