د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اکتوبر په لومړۍ نېټه چين د اروپا او اسيا له اقتصادي ټولنې سره د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز همکاريز موافقه ليک په اړه د خبرو اترو د پای په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.دا په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ لومړی سيسټماتيک ګام دی.
د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان په همدې ورځ په هانګ جو ښار کې د اروپا او اسيا د اقتصادي کميټې د سوداګريزو چارو له غړې ويرونيکا نيکيشينا سره خبرې اترې وکړې او ياد موافقه ليک يې لاسليک کړ. دا د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادۍ او د اروپا او اسيا له اقتصادي ټولنې سره د همکارۍ په اړه د ګډې اعلاميې چې د ۲۰۱۵ کال په می کې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوتين له خوا لاسليک شوې ،د پلي کېدو په بهير کې ستره نتيجه ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |