د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د قبرس ولسمشر نيکوس اناستاسياديس د اکتوبر په لومړۍ نېټه وويل چې د دغه هېواد حکومت به په پر له پسې توګه د قبرس مسئلې د حل لپاره کوښښ وکړي او د خبرو اترو له لارې به د هېواد وحدت ومومي.
د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه په قبرس کې د خپلواکې ورځې د لمانځنې په موخه عسکري رسم ګذشت تر سره شو.اناستاسياديس په دغو مراسمو کې اناستاسياديس له دوو قومونو څخه غوښتنه وکړه چې متقابل مراعات او تفاهم پياوړی کړي.قبرس د دواړو خواوو ګډ کور دی.
د قبرس مسئلې په اړه د نوي پړاو نړيواله غونډه د تېر جولای په ۷مه نېټه په سويس کې پای ته ورسېده،خو په کې واقعي نتيجه تر لاسه نه شوه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |