CRI Online

د چين د سرو زرو زيرمه له ۱۲زرو ټنو څخه زياته ده

cri     (GMT+08:00) 2017-10-02 10:33:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د سرو زرو ټولنې مرستيال جانګ يونګ تاو په دې وروستيو ورځو کې وويل چې تر ۲۰۱۶ کال پورې په چين کې د سرو زرو زيرمې ۱۲۱سوو ټنو ته رسېدلی چې دا مقدار له جنوبي افريقا وروسته په ټوله نړۍ کې دوهم مقام نيسي.

ياد خبر ښاغلي جانګ يونګ تاو په وروستيو ورځو کې د يو کمربند او يوې لارې د سرو زرو چارو په سرمشريز فورم کې ورکړ.هغه وويل چې اوس په چين کې د سرو زرو چارې په سالم او ثابت ډول روانې دي.په ۲۰۱۶ کال کې د چين د سرو زرو عمومي معاملوي ارزښت ۷۰ زرو ټنو ته رسېده او ښايي د ۱۳م پنځه کلن پلان په موده کې دغه شمېر له يو لکه ټنو څخه هم زيات شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای