د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فرانسې خبري رسنيو د اکتوبر په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې داعش په همدې ورځ په مارسيلي ښار کې د بريد پړه پر غاړه اخيستې.
د خبر له مخې،داعش د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوي په مارسيلي ښار کې ياد بريد تر سره کړ څو په سوريه او عراق کې د امريکا په مشرۍ په پوځي عملياتو کې د فرانسې له ګډون انتقام واخلي.
د روانې مياشتې د لومړۍ نېټې تر غرمې وروسته يو سړی د مذهبي شعار په ورکولو سره د مارسيلي سېنټ چارليس سټيشن کې د چړې په وسيله پر شاوخوا وګړو بريد وکړ چې له امله يې ۲ ښځې ووژل شوې او وروسته دغه بريدګر د سرتېريو له خوا ووژل شو.
د فرانسې د کورنيو چارو وزير وويل چې ياد بريد ښايي ترهګريزه پېښه وي،اړوندې څانګې د بريدګر د هويت په اړه پلټنه کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |