د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د کينيا د واکمن ګوند يعنې د جوبيلي ګوند سرمنشي او د بهرنيو چارو پخواني وزير رفايل توجو خبريالانو ته وويل چې په هراړخيزه او جدي توګه د ګوند د ادارې په برخو کې د چين د کمونېست ګوند برياليتوبونه ډېر او د ستايلو دي او د ګوند د څارنې په برخه کې تجربې يې د زده کړې وړ دي.
توجو وويل چې د چين د کمونېست ګوند د ١٨م ملي کانګرس له غونډې راهيسې د چين کمونست ګوند د پوه او جدي ادارې په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.د چين کمونېست ګوند په پر له پسې توګه د نظامونو د ابادۍ او په ګوند کې د نظارت کارونه پياوړي کړي.د ده په اند د ګوند جدي اداره کول د ګوند او هېواد له راتلونکي سره تړاو لري.د جوبيلي ګوند په ګډون د افريقا د بېلا بېلو هېوادونو واکمن ګوندونه بايد په جدي توګه د چين د کمونېست ګوند تجربې زده کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |