د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په دې وروستيو ورځو کې په يو شمېر هېوادونو کې د کنفوسيوس پوهنځي د ورځې په عنوان فعاليتونه تر سره شول چې دا رنګه فعاليتونه نړيوالو ته د چين کولتور خپوروي.
د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د لاتوپيا پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي ورځې په اړه فعاليت تر سره کړ چې د دغه هېواد د بېلا بېلو ټولنو استازو او د ياد پوهنځي ښوونکو او زده کوونکو او د خبري رسنيو د استازو په ګډون ۳۰۰ تنو په کې ګډون درلود.په لاتوپيا کې د چين لوي سفير هوانګ يونګ وويل چې په لاتوپيا کې د کنفوسيوس پوهنځي له جوړېدو راهيسې د محصلينو پيمانه ورځ په ورځ لوړېږي او د ښوونې کيفيت يې د ستاينې وړ ګرځېدلی دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم د پياوړتيا او د چيني کولتور د خپرونې لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.
بر سېره پر دې،په بلغارستان،اسلاونيا او ميانمار کې هم دغه شان فعاليتونه تر سره شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |