د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوډان حکومت د اکتوبر په لومړۍ نېټه وويل،هيله ده چې د امريکا حکومت به د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه پر سوډان اقتصادي بنديز لغوه کړي.
د سوډان د بهرنيو او دولتي چارو وزير اتل منان باخيت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سوډان او امريکا د حکومتونو ترمنځ خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلي،هيله ده چې په پای کې به امريکا پر سوډان اقتصادي بنديز لغوه کړي.
د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما وويل چې که د سوډان حکومت د ترهګرۍ پر ضد،په دارفور کې له دوښمانه عملياتو څخه د اخيستلو او د بشردوستۍ د ښه والي په برخو کې پرمختګونه تر لاسه کړي،امريکا به د جولای په ۱۲مه نېټه په رسمي توګه پر سوډان بنديز لغوه کړي.خو د جولای په ۱۱مه نېټه امريکا اعلان وکړ که څه هم د سوډان حکومت په څو ساحو کې پرمختګونه تر لاسه کړي،خو امريکا به تر ۳ مياشتو وروسته پرېکړه وکړي چې پر سوډان اقتصادي بنديز لغوه کړي که نه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |