CRI Online

الجزاير به د انرژۍ قانون تعديل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-02 14:24:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د الجزاير صدراعظم احمد اويهيی د اکتوبر په لومړۍ نېټه وويل چې الجزاير به د انرژۍ قانون تعديل کړي څو بهرني پانګونې وراجلب کړي.

اوياهيا په همدې ورځ وويل چې په وروستيو کلونو کې د انرژۍ نړيوال بازار له ستر بدلون سره مخامخ دی.اوس د الجزاير د انرژۍ د پانګونې قانون د بهرنيو پانګه اچوونکو لپاره د پاملرنې وړ نه دی،نو بايد تعديل شي.هغه زياته کړه چې د نفتو د نړيوالې بيې د ټيټېدو له امله اوس د الجزاير اقتصادي حالات ښه نه دي،نو بايد د نفتو او طبيعي ګازو توليدي او صادراتي اندازه لوړه شي څو مالي عايدات زيات شي.

الجزاير په دې وروستيو کلونو کې د انرژۍ په قانون کې د بهرنيو شرکتونو لپاره يو لړ بنديزونه ولګول چې له امله يې د نفتو زيات شمېر بهرني شرکتونه د الجزاير له بازار څخه ووتل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای