CRI Online

د امريکا په لاسويګاس کې د ډزو پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-02 17:34:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د لاسويګاس ښار پوليسو د اکتوبر په ۲مه نيټه وويل، د لومړۍ نېټې په شپه د ډزو پېښې له امله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل او ۲۰۰ تنه نور ټپيان شويدي.

د پوليسو په قول، د اکتوبر د لومړۍ نېټې په شپه، د لسويګس ښار د مندلی بی هوټل ته نږدې د ډزو پېښه وشوه، اوس يو بريدګر وژل شوی دی.

د ټولنيزو رسنۍ د ويډيو له مخې، د دې پېښې په وخت کې د مندلی بی هوټل ته نږدې ځای کې يوه سرخلاص کانسرټ روان و چې ناڅاپه په ډزې رامنځته شوي او خلکو له شور او زوږ سره وتښتېدل. (هيله)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای