CRI Online

د امريکا په لاس ويګاس کې د ډزو له امله ۵۹ تنه وژل شوي او ۵۲۷ تنه نور ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-03 08:48:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا د لاس ويګاس پوليس د اکتوبر په ۲مه نېټه وويل چې پر ځايي وخت د اکتوبر د لومړۍ نېټې په شپه په دغه ښار کې د ډزو پېښې له امله لږ تر لږه ۵۹ تنه وژل شوي او ۵۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د امريکا د فدرالي څارنې ادارې په قول دغه پېښه له نړيوالې ترهګريزې ډلې سره تړاو نه لري.د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۲مه نېټه په خپله وينا کې د دې پېښې سخته غندنه او له امريکايايانو څخه يې د يووالي غوښتنه وکړه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲مه نېټه ډونالډ ټرمپ ته د خواخوږۍ پيغام وليږه او د يادې پېښې له امله يې د امريکا حکومت او خلکو ته ژوره همدردي او تعزيت،پر وژل شويو کسانو ژور خپګان او ټپيانو ته د روغتيا هيله څرګنده کړه .

بر سېره پر دې،د فرانسې ولسمشر،د بريټانيا د بهرنيو چارو وزير ،د مکسيکو ولسمشر او د جاپان صدراعظم هم په جلا جلا توګه د يادې پېښې سخته غندنه کړې ده.

تر دې پېښې وروسته، د امريکا متحده ايالاتونو ودانيو له مړه شويو سره د خواخوږي څرګندولو لپاره بيرغ نيم ځوړند کړ.

(ليلا)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای