د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په سانفرانسيسکو کې د چين کونسلګرۍ د اکتوبر په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې تر اوسه پورې يې د امريکا په لاس ويګاس کې د ډزو په پېښه کې د چينايانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي تر لاسه کړي.تر پېښې وروسته د چين کونسلګرۍ سمدلاسه بيړنۍ ډله جوړه کړه او د امريکا له ځايي ادارې سره يې نژدې تماس نيولی دی.
په سانفرانسيسکو کې د چين کونسلګرۍ په امريکا کې له چيني اتباعو څخه غوښتنه کړې چې د ځان ساتنې لپاره د امنيت پوهاوی لوړ کړي او ګڼې ګوڼې ته لاړ نشي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |