د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د عراق حکومت د اکتوبر په ۲مه نېټه يو ځل بيا د کرد له خپلواکې سيمې څخه غوښتنه وکړه چې د ټولپوښتنې نتيجه لغوه کړي څو د راتلونکو خبرو اترو لپاره زمينه برابره شي.په اعلاميه کې ويل شوي چې د کرد خپلواکې سيمې دې د عراق د اساسي قانون مراعات وکړي او د مرکزي حکومت پرېکړه ليک دې پلی کړي او په عين وخت کې په کيرکوک ولايت کې له لمسوونکي عمل څخه لاس واخلي.
په همدې ورځ د کرد خپلواکې سيمې مشرانو اعلان وکړ چې د کردستان او عراق د سياسي لارښوونې کميټه به جوړه کړي چې عمده دنده به يې د عراق له مرکزي حکومت او له ګاونډيو هېوادونو سره خبرې اترې کول دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |