د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايټاليا خبري رسنيو د اکتوبر په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انګيلينو الفانو وويل چې په ايټاليا کې د شمالي کوريا لوی سفير به وشړي څو د شمالي کوريا د توغندي توغولو له ګواښ سره مقابله وکړي.
د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه الفانو خبري رسنيو ته وويل چې د شمالي کوريا د توغندي توغولو عمل نړيوال امنيت ته ګواښ رسولی ،ښايي په ايټاليا کې د شمالي کوريا د لوي سفير شړل به د دغه هېواد مشران تر فشار لاندې راولي.هغه زياته کړه چې د ايټاليا او شمالي کوريا ترمنځ سياسي اړيکې به پرې نه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |