د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اکتوبر په ۲مه نېټه د فلسطين د صدراعظم رامي حمدالله په مشرۍ پلاوی غزې ته رسېدلی چې په غزه کې د حکومتي دندې د پلي کېدو لپاره تياريانې ونيسي.له دې څخه څرګندېږي چې د فلسطين د ملي روغې جوړې واقعي بهير روان دی.حمدالله په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې وحدت د فلسطين د جوړېدو يوازينۍ لاره ده.
نوموړي په همدې ورځ په غزه کې د حماس له مشر اسماعيل هنيه او د فتح له مسؤل او د مصر له پلاوي سره خبرې اترې وکړې.هغه به د روانې مياشتې په ۳مه نېټه يوه نوبتي حکومتي غونډه جوړه کړي او په رسمي توګه به د غزې سيمه اداره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |