د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوډان ولسمشر عمر البشير د اکتوبر په ۲مه نېټه وويل چې سوډان به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له هر ډول تروريزم سره مقابله وکړي.
بشير په همدې ورځ د سوډان په پارلمان کې وويل چې سوډان به له نړيوالو همکارانو سره يو ځای د سيمه ييز او نړيوال امنيت او سولې د ټينګېدو لپاره هڅه وکړي.سوډان به له نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې،د پيسو د مينځلو او د انسانانو د قاچاق ضد مبارزه پياوړې کړي.هغه زياته کړه چې سوډان به په پر له پسې توګه د ورخلاصون سويه لوړه کړي او په فعاله توګه به په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې ګډون وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |