د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران او ترکيې لوړپوړيو پوځي مشرانو د اکتوبر په ۲مه نېټه په تهران کې په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې دوي د عراق د کرد خپلواکې سيمې له ټولپوښتنې سره مخالفت کوي.دواړه خواوې به د ګډ تمرين په شمول يو لړ پوځي همکارۍ وکړي.
د ايران د ځواکونو لوی درستيز محمد حسين باقيري وويل چې د عراق د کرد خپلواکې سيمې د ټولپوښتنې په اړه د دواړو خواوو دريځ يو شان دی، دا ټولپوښتنه د منلو وړ نه ده،بايد د عراق د خاورې بشپړتيا وساتل شي.هغه زياته کړه چې د پوځي روزنې په برخه کې د ايران او ترکيې ترمنځ همکاري به پياوړې شي او ګډ پوځي تمرين به هم تر سره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |