د سين هوا اژانس د خبر له مخې،له ګډو ګواښونو سره د مقابلې په موخه مرکز چې د اروپايي ټولنې او ناټو له خوا جوړ شوی،د اکتوبر په ۲مه نېټه د فنلنډ په هلسينګی ښار کې پرانيستل شو.د فنلنډ ولسمشر سولي وېنامو نينيستو د دغو پرانيستونکو مراسمو مشري وکړه.
د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ او د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي چارو لوړپوړې استازې فيدريکا موغيريني په يادو مراسمو کې ګډون درلود او ويناوې يې وکړې.ستولتنبرګ وويل چې اوس ګډ ګواښونه ورځ په ورځ ښکاري.د موغيريني په اند د اروپايي ټولنې او ناټو ترمنځ همکاري ستر اهميت لري.يو هېواد پخپله له پيچليو ګواښونو سره د مقابلې توان نه لري،خو په ګډه به ګواښونه لېرې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |