د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فليپين د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲مه نېټه اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له ۲مې نېټې څخه تر ۱۱مې نېټې پورې به په سمندر کې له سرتېريو سره د تللو په نوم د فليپين او امريکا ترمنځ ګډ پوځي تمرين د لوزون ټاپو په ۷ ځايونو کې تر سره شي.دا په روان کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳م ګډ پوځي تمرين دی.
د فليپين پوځ وويل چې د دې پوځي تمرين موخه د ترهګرۍ پر ضد او د بشري مرستې او د ژغورنې په ساحو کې د دواړو هېوادونو توان لوړېدل دي.۹۰۰ امريکايي سرتېري به په کې ګډون وکړي،خو د فليپين د ګډون کوونکو شمېر يې ياد نه کړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |