CRI Online

شي جين پينګ د چين د خلکو پوهنتون د جوړېدو اتيايمې کاليزې ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-03 16:48:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳مه نيټه د چين د خلکو پوهنتون د جوړېدو اتيايمې کاليزې ته د مبارکۍ پيغام وليږه او پکې يې د دې پوهنتون ښوونکو، محصلينو او کارکوونکو ته توده مبارکي وويله.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، د خلکو پوهنتون د چين د کمونيست ګوند لخوا جوړ شوی لومړی پوهنتون دی، دغه پوهنتون له جوړېدو راهيسې تل د کمونيست ګوند پر لارښوونې ټينګار کړی او د چين د انقلاب، ابادۍ او اصلاح لپاره يې د نسلونو غښتلي کسان روزلي دي. شي جين پينګ هيله څرګنده کړه چې دغه پوهنتون به په راتلونکی کې په نړۍ کې د لومړۍ کچې پوهنتون د ابادولو او د چين د لوړپوړې ښوونې د پرمختګ هڅولو لپاره کوښښونه وکړي او د چيني هيلو د عملي کولو لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي.

د چين د خلکو پوهنتون د جوړېدو د اتيايمې کاليزې د نمانځنې مراسم د اکتوبر په ۳مه نيټه په بېجينګ کې ترسره شول. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای