CRI Online

د فلسطين د جوړ جاړي حکومت په غزه کې حکومتي غونډه تر سره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-03 20:14:20

د اکتوبر د۳ مې نېټې په سهار د فلسطين د جوړ جاړي حکومت د غزې د صدراعظمۍ په ماڼۍ کې اونيزه غونډه تر سره کړه او له ۳ کلنو راهيسې دا لومړي ځل دی چې د فلسطين حکومت په غزه کې دولتي غونډه تر سره کړه.

د فلسطين صدراعظم رامي حمدالله د همدې ورځې د غونډې مشري وکړه او له رامي حمدالله سره يو ځای غزې ته رسېدليو وزيرانو په دې غونډه ګډون وکړ.

رامي حمدالله د غونډې له پرانيستې مخکې وويل، چې د فلسطين حکومت به له ټولو ګوندونو سره په بشپړه توګه د خبرو اترو او همکاريو له لارې اتفاق وکړي او ملي وحدت به وساتي او له سياسي مبارزې څخه به ډډه وکړي او ټولې پاتی شوې اداري مسئلې به حل کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای