CRI Online

امريکا د کيوبا له ۱۵ ډيپلوماتانو څخه غوښتنه وکړه چې له امريکا څخه ووځي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 09:16:40

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيليرسون د اکتوبر په ۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا د کيوبا له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په واشنګټن کې د کيوبا د سفارت ۱۵ ډيپلوماتان له امريکا څخه وباسي. لامل يې دا دی چې د نامعلوم بريد له امله په کيوبا کې د امريکا په سفارت کې د ځينو ډيپلوماتانو روغتيا ښه نه ده.

نوموړي وويل، څرنګه چې د کيوبا حکومت د ويانا تعهد نامې له مخې د امريکايي ډيپلوماتانو د امنيت د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه نه دي نيولي، نو د امريکا د دغې کړنې موخه د ډيپلوماتيکې برابرۍ ساتل دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي د اکتوبر په ۳مه نېټه په يوه ټلېفوني ناسته کې وويل، چې د اکتوبر تر ۲مې نېټې پورې په هاوانا کې د ۲۲ امريکايي ډيپلوماتانو روغتيا ښه نه وه.

د معلوماتو له مخې، په هاوانا کې د امريکا ډيپلوماتان به د روانې اوونۍ له پای مخکې ووځي، د دې ترڅنګ امريکا له کيوبا څخه غوښتنه کړې چې ياد ۱۵ ډيپلوماتان په راتلونکو ۷ ورځو کې وروغواړي.

د کيوبا حکومت څرګنده کړې چې د دې پېښې پلټنه روانه ده. امريکا به د کيوبا له حکومت سره مرسته وکړي او خپله پلټنه به هم تر سره کړي.

وزير ټيليرسون زياته کړه چې امريکا به له کيوبا سره رسمي اړيکې ټينګې وساتي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای