CRI Online

ياهوو شرکت ( YAHOO): کابو د درې مليارډو کارونکو شخصي معلومات افشاُ شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 09:34:24

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ياهوو شرکت ( YAHOO) عمومي کمپنۍ يعنې د امريکا لويې مخابراتي کمپنۍ ويريزون(Verizon)د اکتوبر په ۳مه نېټه خبر ورکړ چې د ياهوو شرکت کابو د درې مليارډو کارونکو شخشي معلومات افشاُ شوي دي چې دغه شمېر د تېر کال د دسمبر په پرتله درې چنده دی.

د ۲۰۱۶م کال د دسمبر په ۱۴مه نېټه دغه شرکت د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه شرکت د ۲۰۱۳م کال په اګست کې د هکرانو له بريدونو سره مخامخ شو چې له امله يې کابو د يو مليارډو کارونکو شخصي معلومات افشاُ شول.

دا په ګردې کرې کې د انټرنيټي کارونکو د شخصي معلوماتو د افشاً کېدو په اړه ډېره لويه پېښه ده. د نوم، بريښنايي ادرس، ټلېفوني شمېرې، د زېږېدنې ورځ او پټې شمېرې په شمول د کارونکو شخصي معلومات په ناوړه توګه افشاُ شوي دي. تېر کال ياهوو شرکت ټولو کارونکو ته خبرداری ورکړی و چې خپل پټ رمز (کوډ) بدل کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای