د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ خبر ورکړی چې د سي شنبې په ورځ يو پاکستانی عسکر د افغانستان لخوا د ترهګرو د بريد له امله ووژل شو. يو پوځي چارواکي ويلي چې ترهګرو له هغه ځای څخه دغه بريد وکړ کوم چې د خيبر په قبايلي سيمه کې يوې سرحدي پوستې ته نژدې دی.
د بريد په وخت کې دغه عسکر له افغانستان څخه راجګال درې ته د تللو په سرحدي پوسته کې ګزمه وهله. دا په تېرو دوو اوونيو کې دوهم پاکستانی عسکر و چې د افغانستان لخوا د ترهګرو په بريدونو کې ووژل شو.
د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوځ راجګال درې ته د داعش د هغو وسله والو د ننوتلو د مخنيوي په مقصد څو سرحدي پوستې جوړې کړې دي، کوم چې د افغانستان په ننګرهار ولايت کې فعاليت کوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |