د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم حيدر العبادي د سي شنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې د بغداد حکومت تر لارښوونې لاندې د کرديستان د لانجمنې سيمې ګډه اداره وکړي. د دې ترڅنګ هغه د کيرکوک په ولايت کې د کرديانو لخوا د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته هم خبرداری ورکړ.
نوموړي د کابينې له نوبتي غونډې نه وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، موږ د مرکزي حکومت تر لارښوونې لاندې د لانجمنې سيمې ګډه اداره غواړو. هغه خبرداری ورکړ چې په کيرکوک ولايت کې د کرديانو لخوا د ځواکونو ځای پر ځای کول خطرناک ګام دی. هغه زياته کړه چې د کرد لخوا د دغه ايالت کنترول ناقانونه دی. په زور سره د کيرکوک په شمول د لانجمنې سيمې کنټرول د منلو وړ نه دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |