CRI Online

فليپين د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونې له بانک او د يو کمربند او يوې لارې له پلان څخه پوره ملاتړ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 10:51:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فليپين د ماليې وزارت د اکتوبر په ۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونې بانک او د يو کمربند او يوې لارې پلان به د سيمه ييزې سوداګرۍ د برابر پرمختګ لپاره ګټور وي او مختلف هېوادونه به ورڅخه ګټه واخلي، نو د فليپين حکومت له دغه بانک او پلان څخه پوره ملاتړ کوي.

د دغه هېواد د ماليې وزير کارلوس دومينګويز په دغه اعلاميه کې ويلي چې د اقتصاد او سوداګرۍ په ساحه کې د فليپين او چين ترمنځ د همکارۍ فضا لويه ده، نو فليپين غواړي له چين سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي.

د معلوماتو له مخې، د اسيا اساسي تاسيساتو او پانګونې بانک څو ورځې مخکې پريکړه کړې چې د فليپين پلازمينې مانيلا کې د سيلاوونو د مخنيوي پروژې د ابادۍ لپاره دغه هېواد ته ۲۰۷ مليونه او ۶ لکه امريکايې ډالرو په ارزښت پور ورکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای