CRI Online

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف د مسليم ليګ (نون) د مشر په توګه وټاکل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 11:05:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د ټاکنو په اړه د تازه تصويب شوي قانون سره سم، د دغه هېواد پخوانی صدراعظم نواز شريف د رايګرۍ له لارې د واکمن ګوند يعنې د مسليم ليګ (نون) د مشر په توګه وټاکل شو.

دغه ګوند په همدې ورځ د پاکستان د ټاکنو کميسيون ته د نواز شريف د ټاکل کېدو اسناد وړاندې کړل. ورپسې دغه کميسيون رسمي پايله اعلان کړه.

د پاکستان د قانون له مخې، هغه سياستوال چې د ماموريت حق يې لغوه شوی وي، په کوم ګوند کې ماموريت پر غاړه نه شي اخيستلی. خو مسليم ليګ (نون) د پاکستان په ولسي جرګۍ کې اکثره څوکۍ لري، نو دوی د اکتوبر په ۲مه نېټه په پارلمان کې يوه قانوني مسوده تصويب کړه چې له مخې به يې ياد سياستوال د رايګرۍ له لارې په يو ګوند کې د ماموريت حق تر لاسه کولای شي. دا د نواز شريف د ټاکل کېدو لپاره لار هواره کړه.

د معلوماتو له مخې، د سږ کال په جولاۍ کې د پاکستان سترې محکمې د فساد په تورو د پاکستان د صدراعظم په توګه د نواز شريف د ماموريت حق لغوه کړ. له دې نه وروسته نوموړی د مسليم ليګ (نون) د له مشرۍ څخه هم ګوښه شو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای