CRI Online

ليو جن مين: پر له پسې پرمختګ بايد د بشري حق او کرې د ساتلو پر بنسټ تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 11:33:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصادي او اجتماعي چارو په اړه د م م د سرمنشي مرستيال ليو جن مين د اکتوبر په ۲مه نېټه وويل، چې پر له پسې پرمختګ دې د بشري حق او کرې د ساتلو پر بنسټ تر سره شي او د دې ترڅنګ دې د عمومي پرمختګ او د اجتماعي تضمين سيستم د ابادۍ ارزښت او اهميت ته پام وشي.

نوموړي د م م د ۷۲مې دورې عمومي اسامبلې د ټولنيزو، بشردوستۍ او کولتوري چارود درېيم کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې پر له پسې پرمختګ ښه چاپيريال ته اړتيا لري. هر هېواد که پرمختللی هېواد، پرمختيايي هېواد، لوی هېواد او کوچنی هېواد دی، د اقتصادي پرمختګ په ساحه کې له پيچليو ننګونو سره مخامخ دي. اوسنۍ بيړنۍ دنده له هغو هېوادونو سره مرسته کول دي، کوم چې مرستو ته ډېره اړتيا لري او په ځانګړي چاپيريال کې دي.

د تازه شمېرنې له مخې، اوس په ټولې نړۍ کې کابو ۷۶۶مليونه کسان د ډېرې بې وزلۍ سره مخامخ دي. نوموړي زياته کړه چې د اوسنيو پرمختيايي حالاتو له مخې، که د ګټو نا برابرۍ حالات بدل نه شي، تر ۲۰۳۰م کال پورې به په سلو کې د ۳۵ هغه کسان لا هم د ډېر بې وزلۍ په چاپيريال کې ژوند وکړي چې په ډېرو وروسته پاتې هېوادونو، پور لرونکو هېوادونو او ناثابت هېوادونو کې اوسېږي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای