CRI Online

کيوبا د ۱۵ ډيپلوماتانو د شړلو له امله امريکا ته احتجاج وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 13:20:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کيوبا خارجه وزير برونو رودريګوز پاريلا د اکتوبر په ۳مه نېټه د دغه هېواد د ۱۵ ډيپلوماتانو د شړلو له امله امريکا ته احتجاج وکړ. هغه وويل، چې دغه کړنه بې دليله ده او موخه يې دا ده چې د امريکايي ډيپلوماتانو په مقابل کې د غږيزو څپو په وسيله د بريد کولو پېښه سياسي کړي او دوه اړخيزې اړيکې په شا تګ وکړي.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل، دغه کړنه د سږ کال په مۍ مياشت کې د امريکا لخوا د کيوبا د دوو ډيپلوماتانو له شړلو وروسته دوهمه باعجله پريکړه ده. د امريکا حکومت د پلټنې د پايلې له ترلاسه کولو نه مخکې په بې دليله او نامناسبه توګه دغه پريکړه وکړه چې له دې امله به دغه پېښه سياسي شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای