CRI Online

جولي پايټ د کاناډا لوی والي په توګه لوړه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 13:38:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،جولي پايټ چې پخوا کيهانورده وه، د اکتوبر په ۲مه نېټه په کابينه کې د کاناډا د لوی والي په توګه لوړه وکړه. نوموړې د لوړې په مراسمو کې له کاناډايانو او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د اقليمي بدلون د مخنيوي، د کډوالو مسئلې د حلولو او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. د کاناډا د صدراعظم په شمول څه باندې څلورو سوو استازو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

د معلوماتو له مخې، ۵۳ کلنه جولي پايټ د کاناډا په منتريل ښار کې زېږېدلې او په کاناډا کې لومړنۍ ښځينه کيهناورده ده چې د دوه ځلو لپاره ليرې فضا ته تللې ده.

کاناډا د بريټانيې فډرالي هېواد دی او د بريټانيې ملکه دوهمه ايليکزابير د کاناډا مشره ده، لوی والي په کاناډا کې د بريټانيې د ملکې دايمي استازی دی چې د صدراعظم لخوا نوماندېږي او وروسته د بريټانيې د ملکې لخوا ټاکل کېږي. د ماموريت موده يې پنځه کاله ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای