د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پيترا دولتي خبري اژانس خبر ورکړ چې اردن د سي شنبې په ورځ د ملي روغې جوړې په اړه د فلسطين له کوښښ څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
د اردن خارجه وزير ايمان صفدي د فلسطيني سيال رياض ماليکي سره د دوو هېوادونو د لايحې پر بنسټ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو د بيا اعاده کېدو په هکله ټلېفوني خبرې وکړې. دواړو وزيرانو تائيد کړه چې د ۱۹۶۷م کال د سرحدي کرښې پر بنسټ او د ختيځ بيت المقدس په پلازمينه د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين د ابادۍ په هکله له اسرائيلو سره سوله ييزې خبرې اترې وکړي.
وزير ماليکي په خبرو کې ايمان ته د فلسطين د جوړ جاړي حکومت او حماس ترمنځ د هغې غونډې په اړه معلومات شريک کړل چې د سي شنبې په ورځ په غزه کې تر سره شوه.
وزير ايمان پر دې ټينګار وکړ چې اردن د ولسمشر محمود عباس تر مشرۍ لاندې د فلسطين له حقه حقوق څخه ملاتړ کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |