CRI Online

د چين خلکو د منځني مني اختر ولمانځه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 14:29:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر ۴مه نېټه د چين له منځني مني اختر سره برابر ده. د چين په بېلا بېلو ځايونو کې خلکو د دغه اختر د لمانځنې په هکله رنګارنګ فعاليتونه تر سره کړل. د چينايانو د دودونو سره سم هر سړی بايد له خپلې کورنۍ سره يو ځای د منځني مني اختر لمانځنه وکړي او دغه اختر هم د کورنۍ د يووالي مانا لري. څرنګه چې سږ کال دغه اختر د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې درشل دی، نو زياتې کورنۍ د سيل له لارې دغه اختر لمانځي. د شمېرنې له مخې، د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر درېيمې نېټې پورې په چين کې څه باندې ۳۴۶ مليونه کسان سيل کړی دی.

د اړوندو څانګو د يو راپور له مخې، د سږ کال د ملي جشن او د منځني مني اختر په رخصتۍ کې به چيني سيلانيان د ۸۸ هېوادونو او سيمو د ۱۱۵۵ ښارونو سيل وکړي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ فيصده زيات شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای