CRI Online

د چين خلکو د منځني مني اختر ولمانځه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 17:06:24
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر ۴مه نېټه د چين له منځني مني اختر سره برابره ده. د چين په بېلا بېلو ځايونو کې خلکو د دغه اختر د لمانځنې په هکله رنګارنګ فعاليتونه تر سره کړل. د چينايانو د دودونو سره سم هر سړی بايد له خپلې کورنۍ سره يو ځای د منځني مني اختر لمانځنه وکړي او دغه اختر هم د کورنۍ د يووالي مانا لري. څرنګه چې سږ کال دغه اختر د ملي جشن د رخصتۍ په موده کې دی، نو زياتې کورنۍ د سيل له لارې دغه اختر لمانځي. د شمېرنې له مخې، د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه تر درېيمې نېټې پورې په چين کې څه باندې ۳۴۶ مليونه کسان په سيل تللي دی.

د اړوندو څانګو د يو راپور له مخې، د سږ کال د ملي جشن او د منځني مني اختر په رخصتۍ کې به چيني سيلانيان د ۸۸ هېوادونو او سيمو د ۱۱۵۵ ښارونو سيل وکړي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ فيصده زيات دی.

د اکتوبر په ۳مه نېټه د ګوي جو ولايت د کای لي ښار د شيا سي په لرغوني ښارګوټي کې د مياو قوم نجلۍ لي لي چن له خويندو ميندو سره د سپوږمۍ کيکونو په پخولو کولو بوخته ده.

د اکتوبر په ۳مه نېټه د ان هوي ولايت په بو جو ښار کې دوديزه ننداره روانه وه.

د اکتوبر په ۳مه نېټه د هه بې ولايت په بو تو ښار کې د غيرمادي کولتور ميراث اخيستونکی سونګ چانګ فنګ ماشومانو ته د ((تور يي)) په نامه د چين د دوديزې مجسمې د جوړولو تخنيک ورزده کوي.

د اکتوبر په ۳مه نېټه د ګوي جو ولايت په څونګ جيانګ ولسوالۍ کې د غوايانو سيالي روانه وه.

د اکتوبر په ۳مه نېټه خلکو د جيانګ سو ولايت په هوی ان ښار کې د شولو په پټيو کې د هيلې د نيولو په سيالۍ کې ګډون وکړ.

(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای