CRI Online

د چين استازي له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د بېوزلۍ له منځه وړلو ته لومړيتوب ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 17:07:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۳مه نيټه د م م د ۷۲مې اسامبلۍ د دوهمې کمېټې مباحثوی ناسته ترسره کړه. په م م کې د چين د دايمي پلاوی موقتي شارژدافير وو های تاو وويل، بېلا بېل هېوادونه بايد د بېوزلۍ له منځه وړلو ته لومړيتوب ورکړي، نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې له پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي.

وو های تاو پر دې ټيڼګار وکړ چې پرمختللي هېوادونه بايد پر وخت خپلې ژمنې پوره کړي، له پرمختيايي هېوادونو څخه دې ملاتړ وکړي چې له خپلو حالاتو سره سم خپله ابادی لاره غوره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای